د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت مستشار او د سیاسي او اقتصادي څانګو مسول ښاغلي عزیزالله عمر، د نوروز دې نمانځلو حوزې سفارتونو مرستیالانو سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

پدغه لیدنه کې چې د آذربایجان، ایران، عراق، هندوستان، قرغیزستان، پاکستان، تاجکستان، ترکیه، ترکمنستان، ازبکستان د سفارتونو او د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت استازي ګډون درلود، دا چې د نوروز جشن د افغانستان سفارت  په نوښت په ګډه نمانځل کیږي د سفارتونو له لورې یې هرکلی وشو اودغه کار یې د همکاریو د لا ټینګښت په خاطر مثبت وباله.

د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت مستشار د دوی څخه د مننې ترڅنګ وویل، د نوروز دغه تاریخي جشن د لا ښه نمانځلو په خاطر اړتیا ده چې د نورسلطان په ښار کې د نوروز د نمانځلو حوزۍ هیوادونو لخوا په ګډه ونمانځل شي، نوموړی زیاته کړه، دا چې دا ځل د نوروز د نمانځلو ریاست د افغانستان سفارت په غاړه ده او اړینه ده چې په راتلونکې کالونو کې د نوروز د نمانځلو ریاست په دوره یي توګه غړو هیوادونو ته وسپارل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

RSS
Follow by Email