د جمهوري قزاقستان د پتروپاولسک په ښار کې د غنمو د سیلو پروسس او ذخیرو ارزونه

د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي محمد فرهاد عظیمی پتروپاولسک ښار ته د خپل سفر په ترڅ کې د غنمو د ذخیرو او پروسس کولو سیلو څخه لیدنه وکړه.

پدغه لیدنه کې چې د سفارت دوهم سکرتر د سیاسي او فرهنګي څانګو مسؤل ښاغلي امان الله څمکني او د قزاقستان د شمالي سیمي د کرهني اداري رئیس ښاغلي ایربولات بیکشنوف یې ملتیا کوله، د شمالي قزاقستان د سیمي تولید کونکي پایداوارو مرکز ته لاړل او د ودانۍ څخه یې لیدنه وکړه.

ښاغلي ایربولات ټینګار وکړو چې کارخاني او ودانۍ په دغه سیمه کې د شمالي قزاقستان د غوره جملو په قطار کې راځي، نوموړی زیاته کړه چې دغه ودانۍ د سلګونو ټنو څخه زیات غنم په یو ورځ کې پروسس کوي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر د مننې او ستاینې ترڅنګ وویل چې، د هر اړخیزې ارزوني وروسته او د دواړو په خوښه که چیري د افغانستان دولت او یا سوداګر دې ته لیواله وي چې له دغه ودانیو اوړه واخلي د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت به په ټوله معنی ورسره همکاري کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

RSS
Follow by Email