د سیکا د سرمشري لاسته راوړنو او راپور ورکولو غونډه کي ګډون

په جمهوري قزاقستان کې د افغانستان سفارت دوهم سکرتر ښاغلي امان الله څمکني د سیکا سرمشریزه د راپور او لاسته راوړنو غونډه کې ګدون وکړو.

د جمهوري قزاقستان د نور سلطان ښار په دغه غونډه کې د هفه هیوادونو استازو چې د سیکا غړیتوب لري ګډون درلود، تر ټولو لومړی محترم حبیب الله میرزا زاده، د سیکا اجرئیه رئیس ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سیکا سرمشریزې غونډۍ چې د روان کال د جون میاشتی ۱۴ او ۱۵ نیټه باندی د تاجیکستان دوشنبی ښار کې ترسره شوه معلومات ورکړل.

ښاغلي میرزا زاده د سیکا غړو هیوادونو سیاسي نمایندګیو د فعالې ونډی څخه مننه وکړه او وویل چې د سیکا لاسته راوړنې د همدغه استازو پورې تړاو لري، همدا راز نوموړی د تاجیکستان د جمهور رئیس د وینا متن ته په  اشارې سره وویل چې د سیکا ټولو غړو هیوادونو یو ځل بیا خپلې ژمنې د افغانستان څخه د ملاتړ په تړاو تکرار کړې او په افغانستان کې سولي ته د رسیدو له پاره هر راز مرستۍ ته تیار دي.

وروسته ښاغلي میرزا زاده د سیکا سرمشریزه غونډه یو نیک قدم او ارزښناکه وبلله او د سیکا موخو ته د رسیدو له پاره د ټولو غړو هیوادونو استازو څخه د همکاری غوښتنه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

RSS
Follow by Email