د افغانستان د ولسي جرګې ريئس د قزاقستان د مجلس ريئس سره ليدنه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ولسي جرګې رئيس ښاغلي مير رحمان رحماني ، او د قزاقستان په جمهوريت کې سفير او ځانګړی استازی ښاغلي محمد فرهاد عظيمي، د قزاقستان د پارلمان رئيس ښاغلي نورلان نيګ متولين، سره ليدنه ترسره کړه. په دغه ليدنه کې د ولسي جرګې رئيس سره راغلی هيئت او د سفارت لخوا دوهم سکرتر د سياسي او اقتصادي څانګو مسول ښاغلي امان الله څمکني هم حضور درلود، له هر څه وړاندې ښاغلي نيګ متولين د ولسي جرګې ريئس او ورسره پلاوي ته چې د قزاقستان جمهوريت ته يې تشريف راوړی ښه راغلاست وويل.
پدغه ليدنه کې دواړو خواوو د پارلمان د ريسانو د څلورم کنفرانس رول باندې چې خاصتآ هيوادونه سره نږدې کوي، سوداګريزي اړيکې، اقتصادي، د افغانستان سولې پروسه او د خوښې ورته نورو مسايلو باندې خبرې اترې وکړې.
ښاغلي رحماني، د قزاقستان د دولت د هميشنيو هڅو چې د افغانستان د هوساينې او ثبات لپاره يې کړي او همدارنګه د مرستو څخه يې د زړه له کومې مننه وکړه. وروسته ښاغلي نيګ متولين، افغانستان يې يو ورور او ملګری هيواد ياد کړ او په افغانستان کې يې په لا زياتو مرستو ټينګار وکړو.
له بلې خوا، دواړو خواوو ټينګار وکړو چې د دوه اړخيزو تړونونو په نهايي کولو کې، ګمرګي تعرفې، د افغان او قزاق د سوداګرو ستونزي، د افغان زده کړيالانو لپاره بورسونه او ورته نور مسايلو باندې به په ګډه همکاري کوو، تر څو د دواړو هيوادونو ترمنځ د ټينګو اړيکو شاهدان وؤسو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

RSS
Follow by Email