د خپلواکۍ د بيرته اخيستو سلمې کليزي نمانځنه وشوه.

د قزاقستان جمهوریت د نورسلطان په ښار کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت لخوا د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو سلمه کلیزه ونمانځل شوه.
پدغه شانداره محفل کې د درو سوه څخه زیاتو د سیاسي نمایندګیو استازو، نړیوالو او سیمه اییزو سازمانونو، د قزاقستان دولتی اداراتو، علمي بنسټونو استازو او د آلماتې په ښار کې افغان وګړو او سوداګرو ګډون درلود.
پدغه مراسمو کې د قزاقستان جمهوري دولت لخوا د لوړو زده کړو معین ښاغلي رستم بیګاری، هم شتون درلود، د هر څه وړاندې مراسم د دواړو هیوادونو د ملي سرودنو په غږولو سره رسمآ شروع شو. په جمهوري قزاقستان کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي محمد فرهاد عظیمی، راغلو میلمانو ته د خپلواکۍ سلمې کلیزې په ویاړ ښه راغلاست وویل او د سل کاله وړاندې تاریخ باندې یې خبري وکړي، نوموړي وویل، چې د خپلواکۍ د سلمې کلیزي تر څنګ د سل کلنې نوې ډیپلوماسي څخه هم نمانځنه کوو. ښاغلي عظیمی، د تیرو ۱۸ کالونو د پرمختګونو په اړه وویل چې افغانستان اوس هسې نده لکه څرنګه چې اتلس کاله وړاندې وو او مونږ په ټولو څانګو کې د پام وړ پرمختګونه کړې دي.
نوموړي زیاته کړه، افغانستان د اقتصاد له پلوه د پام وړ پرمختګونه کړي دي او همدا علت ده چې د افغانستان پایداوار د جهان مختلفو هیوادونو ته لکه آمریکا، اروپا او آسیا بازارونو ته صادریږي او د مشتریانو رضایت یې هم ترلاسه کړی دی.
ښاغلي عظیمی، د افغانستان د سیاسي او ډیپلوماتیک موقف په اړه وویل چې افغانستان د سياسي او ډیپلوماتیک موقف له نظره ځان ته ځانګړی ځای لري، که څه هم افغانستان د آزادی څخه وروسته له ډیرو ستونزو او کړاونو سره مخامخ وو لکه شوروي یرغل په افغانستان باندي، د ویره اچونکو سره مبارزه، د طالبانو توره دوره او ددي سره سره یې کوشش کړی چې خپل سیاسي او ډیپلوماتیک موقف لوړ وساتي. په همدي حال افغانستان نن د تکړه او با استعداده کدرونو د درلودلو سره وکړای شول چې په ډیپلوماتیک بخش کې د پام وړ پرمختګ وکړي او د جهان په مختلفو هیوادونو کې د سیاسي څانګو په خلاصولو سره په ښه اړیکو ټینګار کوي.
ښاغلي عظیمی، د سیاسي بخش په مورد وویل چې د سولي په پروسه کې د قزاقستان دولت د هڅو او ملاتړ څخه مننه کوم او ټینګار پدې کوم چې افغانستان په با عزته سولي باوري دی او دغه سوله یوازی د افغانانو سره د مخامخ خبرو له لارې راتللی شي او زمونږ ټینګار پر دې دی چې د سولي پروسه باید د افغانانو د مالکیت او رهبری لاندې وي.
وروسته نوموړي د قزاقستان او افغانستان د اړيکو باره کې وويل چې دواړه هيوادونو د ډير پخوا څخه ښي اړيکې لري او افغانستان دهغو هيوادونو څخه لومړنی هيواد وو چې د قزاقستان استقلال يې په رسميت وپيژندو، نوموړي همدا راز وويل چې د افغانستان اسلامي جمهوريت جمهور رئيس جلالتمآب محمد اشرف غني قزاقستان دولت ته د ګونډي ځای ورکړی او باوري دی چې دواړه هيوادونه به د ډيرو کالونو لپاره خپلې نيکې اړيکي وساتي او له به يې پراخې کړي.ښاغلي عظيمي، زياته کړه چې دواړه هيوادونه کولای شي چې د سوداګرې په زياتووالي سره خپل اقتصاد له پياوړی کړي او د سوداګرې راکړه ورکړه له زياته کړي، نوموړي زياته کړه چې دواړه هيوادونه کولای شي چې دوه اړخيزو همکاريو موافقتنامو په امضا کولو سره سوداګريزي اړيکي زياتې کړي او د سوداګريزو معاملو د راکړي ورکړي کچه پورته يوسي.
نوموړي همدا راز وويل چې ولسمشر محمد اشرف غني، او اجرايه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په ۲۰۱۷ کال کې قزاقستان هيواد ته سفر کړی وو او هر يوه يې په خپل وار سره د دوه اړخيزو اړيکو په پياوړتيا کې مهم رول درلودو.
وروسته د قزاقستان د جمهوريت د لوړو زده کړو معين ښاغلي رستم بيګاري، د ښاغلي عظيمي د دعوت ورکولو نه د منني تر څنګ وويل، افغانستان او قزاقستان د يو ملګري او ورور په شان هميشه هڅه کړی چې خپلي مرستي له پراخې کړي، نوموړي قزاقستان دافغانستان يو نږدې ملګری ياد کړ او زياته يې کړه چې دغه هيواد هميشه هڅه کوي چې په بيلا بيلو برخو کې د افغانستان څخه خپل ملاتړ وکړي.
نوموړي د دواړو هيوادونو پر اړيکو خبري وکړي او وويل، قزاقستان په بيلا بيلو برخو کې د افغانستان سره مرسته کړې چې د هغې جملې څخه افغان زده کړه يالانو لپاره ۱۰۰۰ بورسونه، د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت په شورا کې د افغانستان څخه ملاتړ، انساني مرستي، هر کال افغان زده کړيالانو لپاره ۳۰ بورسونو برابرول، د افغان ښځو لپاره د ۴۰ څلويښتو بورسونو کوربتوب او ورته همکارې د يادولو وړ دي.
ښاغلي، د دواړو هيوادونو سوداګريزي اړيکې ارزښناکه وبللې او زياته يې کړه چې د دواړو هيوادونو ترمنځ سوداګريزه راکړه ورکړه بايد نوره هم زياته شي. نوموړي د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفير د خبرو په تايد زياته کړه چې دواړه هيوادونه کولای شي چې دوه اړخيزو همکاريو موافقتنامو په امضا کولو سره سوداګريزي اړيکي زياتې کړي او د سوداګريزو معاملو د راکړي ورکړي کچه پورته يوسي.
وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفير د قزاقستان جمهوريت د لوړو زده کړو معين څخه مننه وکړه او د افغانستان فرهنګي تحفه يې ورته ډالی کړه.
همدا رنګه پدي شانداره جشن کې د افغانستان دود او کلتور هم نندارې ته وړاندې شو. به اخير کې راغلو ميلمانو د ډوډي خوړلو څخه وروسته په خپل وار سره د افغانستان اسلامي جمهوريت سفير څخه مننه وکړه چې دعوت يې کړل او د مخې ښي ترڅنګ يې د خپلواکۍ د بيرته اخيستو د سلمې کليزې په مناسبت مبارکي ورکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

RSS
Follow by Email