د سيکا د غړو هيوادونو د ملي فرهنګي مرکزونو اوسنۍ حالت پرمختيايي موخې “سيکا فضا کې مدني ټولنې” تر عنوان لاندې فورم کې ګډون.

د قزاقستان په جمهوريت کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفير او ځانګړې استازي ښاغلي محمد فرهاد عظيمي، د سيکا د غړو هيوادونو د ملي فرهنګي مرکزونو اوسنی حالت او پرمختيايي موخې” د سيکا فضا کې مدنې ټولنې” تر عنوان لاندې فورم کې ګډون وکړو.
پدغه فورم کې چې د سفارت دوهم سکرتر د سياسي او اقتصادي څانګو مسؤل ښاغلي امان الله څمکني، هم ګډون درلود، تر ټولو لومړی د قزاقستان د خلکو د اسامبلې د رياست مرستيال او ددغې اسامبلې د سکرتريت مسؤل ښاغلي ژانسيت کانسيتويچ، د غړو هيوادونو سفيرانو، د قزاقستان د خلکو د اسامبلي غړو او د قزاقستان د مدني ټولنو غړو ته د ښه راغلاست او مننې تر څنګ وويل، په پام کې ده چې نننۍ فورم د مدني ټولنو ونډه او دندي تر غور لاندې ونيسي.
وروسته د قزاقستان د جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ښاغلي يرژان نيګمتو لويچ آشيکبايوف وويل، قزاقستان د سيکا د جوړونکي دولت په توګه پدې باور دی چې د يو بل منل او د ټولنې د ټولو قشرونو داخليدل د هيوادونو د پرمختګ سبب ګرځي. د قزاقستان جمهوريت هميشه هڅه کړي چې د مدني ټولنو او نهادونو داخليدل د دوی د مشورو څخه ګټه اخيستل چې وکړای شې چې په داخل هيواد کې د پام وړ بدلونونه رامنځ ته کړې او وکړای شې چې د قزاقستان وګړي په يوه ښه فضا کې د يو بل سره ژوند وکړي. به همدې خاطر قزاقستان د فرهنګ او بيلابيلو قومونو په درلودلو سره يوه ايده آل ټولنه رامنځ ته کړې او د يو بل سره د امن او وروروالۍ په فضا کې ژوند کوي.
له بلې خوا، د سيکا مسلکي غړې ښاغلي درميندرا سينګ ميلمانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، سيکا نه يوازي د غړو هيوادونو ترمنځ د خبرو او بحثونو مرکز دی، بلکه مونږ په سيکا کې د مدني ټولنو او خلکو ونډه او د دوی بحثونه په بشري چوکاټ کې کار کوو، ښاغلي سينګ همدا راز زياته کړه سيکا د اسيا د بيلابيلو برخو څخه د ۲۷ غړو په درلودلو سره په د اسيا په قاره کې د پرمختللو مرکزونو څخه شميرل کيږي او د هيوادونو ترمنځ د اړيکو په ټينګوالي او موجوده ستونزو په حلولو کې خورا مثبت رول لوبوي.
وروسته د قزاقستان جمهوريت د معلوماتو وزارت او د اجتماعي پرمختيا مرستيال ښاغلي ياسين دنيار نوراشولی، د غړو هيوادونو سفيرانو په خپل نوبت سره په خپلو هيوادونو کې د مدني ټولنو پر ونډې، پرمختګونو، ستونزو او
د هغوی پر اهميت خبري وکړي. دوی زياته يې کړه چې مدني ټولنې او ځوانان د دوی په هيوادونو کې په بيلابيلو برخو کې او په ځانګړې توګه د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د پام وړ رول لوبولی. له بلې خوا په دوو برخو کې ” ځوانان او نښلونکی جوړښت په ټولنه کې” او ” د مدني ټولنو په لا پياوړتيا لپاره نظرونه” تر عنوان لاندي ګډون کونکو په تفصيلي توګه بحثونه ترسره کړل. په اخير کې ښاغلي سينګ د ټولو غړو هيوادونو استازو څخه وغوښتل چې د مدني ټولنو د لا پياوړتيا او په عملي توګه د تطبيق لپاره يې بايد په ګډه کار وکړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

RSS
Follow by Email