د آستانه قلب کلنې پنځم کنفرانس کې ګډون

د افغانستان اسلامی جمهوریت پخواني ولسشمر ښاغلي حامد کرزی او په جمهوری قراقستان کې  د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي محمد فرهاد عظیمی، د ” آستانه قلب” پنځم کلني کنفرانس کې چې د نورسلطان په ښار کې جوړ شوی وو ګډون وکړو.

دغه کنفرانس چې د قزاقستان د لومړي ولسمشر بنسټ او د اقتصاد او سیاست نړیوال انسټیټوټ او د لومړي ولسمشر د بنسټ لاس لاندي جوړ شوی وو د ۵۰ تنو په شاه وخوا کې رهبرانو، ډيپلوماټانو، متخصیصینو د افغانستان د پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي، د اروپا د پخواني کمیسیون رئیس دانیلو ترک، د سلوانیا پخوانی ولسمشر بروسو، د نوبل جایزې ګټونکی او د نړیوال اتمی انرژی سازمان رئیس محمد البرادعی، د ایټالیا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر فرانتینی، د روسي فدراتیف پخوانی صدراعظم فرات کوف په شمول د بیلا بیلو سازمانونو او هیوادونو څخه یې په دغه کنفرانس کې کډون کړی وو.

د آستانه قلب کلنی کنفرانس ددې موضوع تر عنوان لاندې شروع شو ” نړیواله ګډوډي” څوک به راتلونکی تاریخ ولیکي؛ او نړیوال سیاست د ایروآسیا او منځنۍ آسیا رول.

تر ټولو لومړی د قزاقسان جمهوریت د سنا رئیسې میرمن دریګا نظربایوف، ټولو ګډون کوونکو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، که نړیوالو بدلونونو او ستونزو ته وګورو پدې کې شک نلرو چې د ایروآسیا رول او ځای له نظره وغورځوو.

د افغانستان پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي، د آستانه قلب پنځم کنفرانس کې چې د دعوت بلنه یې ورکړې وو مننه وکړه او زیاته یې کړه، نړیوالې مرستې که هفه د سازمانونو او یا د نهادونو له لارې وي د نړیوال نظم لپاره مهم ګڼل کیږي. ښاغلي زیاته کړه، ناټو او د ناټو غړو هیوادونو وکولی شول چې په افغانستان کې ښه رول ترسره کړې که څه هم دوی ونه توانیدل چې په افغانستان کې امنیت راولي خو د امنیتي حالاتو په ښوالي، ویره اچونکو او افراط ګرایې سره د مبارزه په لار کې کوټلي ګامونه پورته کړې دي.

له بلې خوا، د قزاقستان جمهوریت لومړي ولسمشر ښاغلي نورسلطان نظربایوف، وویل نن آستانه قلب د خبرو کولو نړیوالو مرکزونو کې ښه ځای ځانته غوره کړی او په لوړه کچه د ناستو جوړولو توانایي هم لري. ښاغلي وویل، هغه وویل د ایروآسیا براعظم سره سواداګري وده کوي او د مدرن پرمختیا لپاره نا اټکل شوې فرصتونه راوړي او هغه څه چې ورته اړتیا لیدل کیږي نیک نظرونه دې چې موجود خطرونه وپیژني او په لوی ایروآسیا کې د همکارې فرصتونه خلاص کړې.

له بلې خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پدغه کنفرانس کې د دعوت څخه د مننې ترڅنګ وویل، نړې د یو شان نوې میکانیزم او مثبت بدلون ته ضرورت لري چې ټول هیوادونه په نړیواله کچه د یو شان حقوقو څخه برخمن شي او د کم پرمختللو هیوادنو د عصب فرهنګ ته دې د پای ټکی کیږدي.

وروسته په دغه دوه ورځنې کنفرانس کې ګډون کوونکو دهیوادونو په سیاسي، نظامي او اقتصادي برخو خبرې اترې درلودې، هر یو په خپل وار سره د هیوادونو له همکارې مننه وکړه چې د هیوادونو په نظم کې کوښښ کړي دي، ګډون کوونکو یو وار بیا د ګډ میکانیزم په جوړولو ټینګار وکړو او زیاته یې کړو چې هفه ستونزې او مشکلات چې نړې یې په ستونزو کې ګیره کړې ده د نړې د رهبرانو د خبرو او کنفرانسونو له لارې حل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

RSS
Follow by Email