د قزاقستان په جمهوریت کې د افغانستان سفیر او ځانګړی استازي ښاغلي محمد فرهاد عظیمی، د قزاقستان جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د آسیا او افریقا څانګو مسول ښاغلي موکاشوف ایرژان سیریک اولی سره لیدنه ترسره کړه.

پدغه لیدنه کې چې د سفارت مستشار د سیاسي او اقتصادي څانګو مسول ښاغلي عزیزالله عمر هم حضور درلود، دواړو خواوو د دوه اړخیزو تړونونو، د بین الحکومتی د غونډې دایرول او د ګمرک څخه د افغان سوداګرو د توکو معافیت په اړه خبرې اترې وکړې. د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر د سوداګرۍ په راکړه ورکړه  کې اسانتیاوو ته او په نږدې راتلونکې کې د افغانستان له لورې د سوداګریزو توکو نندارتون ته اشاره وکړه او په دغه برخه کې یې د دواړو لورې په همکارې ټینګار وکړو. وروسته ښاغلي سیریک اولی، د سوداګریزو توکو پر نندارتون خوښي څرګنده کړه او وویل، مونږ د لا زیاتو امکاناتو په رامنځته کولو ، د دوه اړخیزو تړونونو په وروستۍ کولو او د افغانستان سوداګریز توکي د ګمرک د معافیت په دیتابیس کې ځای پر ځای کولو کې به خپلې هڅې و نه سپماوو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

RSS
Follow by Email