د مارچ اتمه د ښځو نړيواله ورځ په نورسلطان کې د افغانستان اسلامي جمهوریت په سفارت کې ونمانځل شوه

په دغه غونډه کې د ملګرو ملتونو د دفترونو ، سیمه ایيزو ادارو ، د قزاقستان دولتي ادارو، د پوهنتون استادانو، افغان ملګرو او د بیلابیلو هیوادونو زده کونکو برخه اخیستې وه. ورپسې ، په نورسلطان کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سفارت شارژدافير ښاغلي عزیزالله عمر ، میلمنو ته ښه راغلاست وویل او ټولو ته يې د ښځو نړيوالې ورځۍ په پار مبارکې وويله، ښاغلي عمر د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې تاریخ په اړه معلومات ورکړل او په بیلابیلو برخو کې یې د افغانستان له سفارت سره د دوی د دوامداره همکاریو قدرداني وکړه. د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفارت شارژدافير ، افغان میرمنو ته په اشارې سره وویل چې د ډیرو ننګونو سره سره ، اوس مهال افغان میرمنې د دولت په لوړو ځايونو کې دي او په مهمو پریکړو کې د پام وړ رول لوبوي.  ښاغلي عمر همدارنګه د ملکه ثريا او د هغې رول په ۱۹۲۰ څخه يادونه وکړه دا چې د هغې نوم په ټایمز  ورځ پاڼه کې د ۱۰۰ خورا اغیزمنو میرمنو په منځ کې خپور شوی وو مننه وکړه.

 ورپسې ، په قزاقستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو استازې میرمن دينا امریشیوف، د مارچ د اتمې په مناسبت خبرې وکړې او ویې ویل چې دا په ټوله نړۍ کې ټولو میرمنو لپاره تاریخي او د یادونې ورځ ده.  هغې د افغان میرمنو د پام وړ ودې سره خپله خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو دفتر تل هڅه کوي د مختلفو برنامو له لارې د ښځو دریځ لوړ کړي.  هغې په قزاقستان کې د افغان ښځو تعلیم پروژه په افغانستان کې د ښځو حقونو  په پیاوړي کولو کې یوه مهمه او ارزښتناکه مرسته وبلله.

 ورپسې ، محترم امان الله څمکني، د افغانستان اسلامي جمهوریت د سفارت دوهم سکرتر ، “افغان میرمنې: لاسته راوړنې او پرمختګونه” په اړه چې څرنګه په افغانستان کې ښځې په حکومتدارۍ ، سیاست ، اقتصاد ، سوداګرۍ ، رسنیو ، او نورو عامه او خصوصي نهادونو کې دخيلې دي يادونه وکړه، ، نوموړي وویل چې د ۲۰۲۰ تر پایه پورې ، افغان حکومت هڅه کوي چې د میرمنو برخه له  27.3٪ څخه تر ۳۰٪ ته لوړ کړي.  نوموړي د میرمنو دریځ پیاوړي کولو لپاره د افغان حکومت لخوا خبر ورکړو نوموړي زياته کړه، د دې برنامو پلي کول به بې له شکه یوه هراړخیزې هڅې ته اړتیا ده ، چې له نېکه مرغه افغان حکومت ورته چمتو دی.

 ورپسې ، د افغان میرمنو د لاسته راوړنو په اړه یو لنډ مستند فلم خپور شو په اخير کې په قزاقستان کې میشت د مختلف دفترونو او سازمانونو میرمنو ته د شارژدافير او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت غړو لخوا ډالۍ په نظر کې نيولې وي ورته ډالۍ يې کړې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

RSS
Follow by Email