د قزاقستان په جمهوريت کې دافغانستان اسلامي جمهوريت سفارت او د هالند شاهي سفارت په ګډه د ام. نريکبايوف کازګيو په پوهنتون کې “د ښامار سره مبارزه” تر عنوان لاندي فلم چې د دوو افغانو ښځو په ژوند جوړ شوی وو نندارې ته وړاندې کړ او د بشر د حقونو نړيوالۍ ورځې څخه يې نمانځنه وکړه.
پدې جوړه شوې غونډه کې د سياسي نمايندګيو ريئسانو او غړو ، نړيوالو سازمانونو استازو، افغان او قزاق زده کړيالانو کډون کړی وو، تر ټولو لومړی دافغانستان اسلامي جمهوريت سفير او ځانکړي استازي محمد فرهاد عظيمي، راغلو ميلمانو او ګډون کوونکو ته ښه راغلاست وويل، نوموړي زياته کړه، د خوښۍ ځای ده چې په لومړې ځل د افغانستان او شاهي هالند سفارتونو د بشر حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت ګډ پروګرام په لاره اچولی.
نوموړي وويل، دافغانستان دولت د بشري حقونو وضعيت او د امنيت ښه کولو لپاره کار کړی او پدې برخه کوټلې ګامونه هم پورته شوي دي.
نوموړي زياته کړه، که څه هم فلم د نن څخه څو کاله وړاندې ثبت شوی، د يادولو وړ ده چې د ښځو وضعيت په افغانستان کې د بل هر وخت څخه ډير ښه شوی دی. همدا اوس افغانې ښځې د وزيرانو، معينانو،د سازمانونو ريئسانۍ، خپلواک کميسيونونه، سفيرانو په شمول د حکومت په بيلا بيلو لوړو چوکيو باندې کار کوي. نوموړي زياته کړه، د افغانستان حکومت په ټولنه کې د مساوي حقونو په تطبيق باندې ځان مسول ګڼي او پدې برخه کې به د خپلو هڅو څخه لاس وانخلې.
وروسته د شاهي هالند سفير او ځانګړې استازي ښاغلي اندرس کارستينس، د دواړو هيوادونو د ګډ پروګرام څخه په مننې وويل، افغانستان په سيمه کې يو مهم هيواد دی او ضرورت دی چې د وضعيت نه يې په ښه توګه ځان خبر کړو، نوموړي ټينګار درلود افغانستان د هغو هيوادونو څخه ده چې د پرمختګ په حال کې دې او په لوړو چوکيو باندې د ښځو کار کولو ونډه هم زياته شوې، ښاغلي کارستينس په افغانستان کې خپل ماموريت ته په اشارې سره وويل، هغه خپله شاهد ده چې په ټولنه کې د ښځو ونډه څومره مثبه وه، او د خپله افغانانو ته د ښې راتلونکې هيلې ورکوي.
په اخير کې د فلم د ليدو څخه وروسته زده کړيالانو او ګډون کوونکود ښځو د حقونو او بشر حقونو د جهان د بيلا بيلو هيوادونو په خاصه توګه د افغانستان او د منځنې اسيا په مورد خپل نظرونه شريک کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

RSS
Follow by Email