جمهوررئیس غني د قزاقستان جمهوررئیس سره ټلیفوني خبرې وکړې

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس جلالتمآب محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د قزاقستان جمهوررئیس جلالتمآب قاسم جومرت توکایف سره ټلیفوني خبرې وکړې.په دغه ټلیفوني مکالمه کې، دواړو لوریو د دوه اړخیزه مناسباتو د پراختیا، د افغانستان د سولې پروسې او سیمه ییزو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.همداراز دواړو جمهوررئیسانو په قزاقستان کې د افغان محصلینو د ستونزو د بېړني حل او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وشوې.

By root

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

RSS
Follow by Email