خبرنامه شماره: ع ۱۱-۹۷ –  ۱۳۹۷ د لړم ۱۶مه

کابل –  د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب صلاح الدین رباني د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر او د وزیرانو د کابینې مرستیال جلالتمآب رشید مردوف سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه وکړه او د دوه اړخیزو همکاریو پر مهمو موضوعاتو يې خبرې اترې وکړې.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر او ورسره مل پلاوی په دې موخه کابل ته په یو ورځنی سفر راغلي څو د دوه اړخیزو ګټو او د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګډو دوه اړخیزو مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.

دواړو لوریو نن ماسپخښین لیدنه وکړه او په ګڼ شمېر دوه اړخیزو مسایلو يي بحث وکړ.

د بهرنیو چارووزیر رباني د دواړو هېوادونو ترمنځ د پیاوړو اړیکو په باب د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د دوست هېواد ترکمنستان د ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف څخه هم مننه کړه چې د ټاپي ګاز نل لیکې او ټاپ برښنايي انرژۍ په څیر سترو سیمه ایزو پروژو ته ځانګړي پاملرنه کوي. دغه پروژو تر ډېرې حده سرحدي ولایتونه د برښنا له نعمته برخمن کړي.

همداراز، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د سیمه ایزې سوداګرۍ او نښلونې په برخه کې د افغانستان جیو ستراتیژیک ارزښت په باب د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ۷۳مه ناسته کې د افغانستان اعلاميې په باب د ترکمنستان د جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف د څرګندونو ستاینه وکړه او په عشق آباد کې يي د ترکمنستان هېواد په کوربه توب د وروستي ګډ اقتصادي کمیسیون د ناستې له امله مننه وکړه

وروسته د دواړو هېوادونو پلاوو چې د اړوندو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو لخوا يي مشري کېده، د ګډو امنیتي همکاریو کمیسیون په پنځمه ناسته کې ګډون وکړ او په سرحدي سیمو کې يي د اړینو تدابیرو په ګډون د دوه اړخیز اهمیت پر موضوعاتو خبرې اترې وکړې.

د کمیسیون ناسته د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د پروتوکول په لاسلېکولو پای ته ورسېده.

 

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

RSS
Follow by Email