په جمهوري قزاقستان کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر او فوق العاده نماینده ښاغلي فرهاد عظیمي په جمهوري قزاقستان کې د جاپان سفیر او فوق العاده نماینده ښاغلي تاتسو هیکو کاسای سره په خپل کاري دفتر کې تعارفي لیدنه ترسره کړه.

په دغه لیدنه کې چې د سفارت دوهم سکرتر د سیاسي او فرهنګي څانګو مسؤل ښاغلي امان الله څمکنی هم حضور درلود، تر هر څه د مخه د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي کاسای ته ښه راغلاست وویل.

وروسته، د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر د جاپان هیواد د همکاریو او کمکونو لکه بیارغونه،د مکتبونو جوړول، پل، پلچک ،د ماشینونو برابرول، د لوړو زده کړو زمینه برابرول او په افغانستان کې د زده کړو زمینه برابرول  څخه یادونه وکړه، او د افغانستان دولت په نمایندګې ور څخه د زړه له کومې مننه وکړه.

د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر زیاته کړه چې جاپان هیواد د افغانستان یو ښه او نږدې دوست پاتې شوی او مونږ همیشه هڅه کړی چې چې جاپان سره خپل روابط ټینګ او دوامداره وساتو.

جاپان هیواد چې د افغان زده کونکو لپاره یې د لوړو زده کړو زمینه په خپل هیواد کې برابره کړی دی، ښاغلي عظیمي د مننی ترڅنګ وویل چې مونږ غواړو د جاپان هیواد د ملاتړ له مخې په جمهوري قزاقستان کې د افغان زده کونکو لپاره هم د لوړو زده کړو زمینه برابره کړو.

وروسته د جاپان سفیر د ښاغلي عظیمي د ښه راغلاست څخه مننه وکړه، او زیاته یې کړه چې جاپان به په مختلفو څانګو کې د افغانتسان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي، نوموړی زیاته کړه چې جاپان هیواد د مختلفو برنامو په چوکاټ کې همیشته کوشش کړی چې افغانستان د ابادې په لور قدم واخلي او یو پیاوړي اقتصاد څښتن واوسي.

وروسته د جاپان سفیر د افغانستان اسلامي جمهورت سفیر د وړاندیز چې د افغان زده کونکو لپاره د لوړو زده کړو زمینه برابرول دي مننه وکړه ،نوموړی وویل چې مونږ به خپلو لوړپوړو چارواکو ته افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر وړاندیزورسوو او په دې مورد به د همکارۍ غوښتنه وکړو. په اخیر کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر یو وار بیا د جاپان هیواد د دومداره همکاریو څخه مننه وکړه او دواړو خواوو په جمهوري قزاقستان کې د دواړو سفارتونو د اوږد مهاله اړیکو په ټینګولو ټینګار وکړو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

RSS
Follow by Email