په جمهوري قزاقستان کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر او ځانګړي استازي ښاغلي محمد فرهاد عظیمی د پیتروپاولسک په ښار کې د شمالي قزاقستان د سیمي واکمن ښاغلي کومار آق سقال وف سره د نوموړې په دفتر کې لیدنه ترسره کړه.

په دغه لیدنه کې د ا.ا.ج سفارت لخوا د سیاسي او اقتصادي څانګو مسؤل دوهم سکرتر ښاغلي امان الله څمکني او د قزاقستان د شمالي برخې لخوا ښاغلي ابربولات بیکشنوف د شمالي قزاقستان د سیمي د کرهني اداري رئیس او همدارنګه افغاني او قزاقي د شرکتونو استازو هم ګډون درلود، دواړو خواوو په مختلفو موضوعاتو لکه د قزاقستاني موادو او پیداوارو تبادله د افغاني موادو او پیداوارو سره.

د هرڅه د مخه، ښاغلي آق سقال وف د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر او ورسره پلاوي ته چې د پیتروپاولسک ښار ته یې تشریف راوړی ښه راغلاست وویل، نوموړی وویل چې دوی تیار دي چې د افغانستان دولت سره زیاتي همکاری ولري، نوموړی د شمالي قزاقستان د سیمي یادونه وکړه او وویل چې دغه منطقه یو ښه جغرافیاوي موقعیت لري او د روسي فدراسیون سره په دري تیومین،اومسک او کورګان(قرغان) نقطو کې محدود دی او په دغو سیمو کې ۶ میلیونه نفر زنده ګي کوي.

د ټول لیږد ۷۰٪ له اروپا څخه ختیځ او چین ته لېږدول کیږي چې د پتروپاولسک د سیمي څخه تیریږي هر کال صادرات،پانګه اچونه او کرهنه په دي سیمه کې مخ پر زیاتیدو دي او په دغه سیمه کې د ۲۰۱۸ کال پر نسبت پانګه اچونه ۱۴ په سلو کې زیاته شوي ده.

وروسته د افغانستان سفیر د ښاغلي آق سقال وف څخه د هفه د ګرم هرکلي مننه وکړه او د دوه اړخیزه همکاری د رامنځته کولو وړاندیز یې وکړو چې د افغانستان

دولت د شمالي قزاقستان سره د دوه اړخیزې همکارۍ په رامنځته کولو کې د حکومت سره دوه اړخیزه موافقه کې لیوالتیا لري.

نوموړی د دوه اړخیزو همکاریو د رامنځته کولو په پار د افغانستان دولت په استازوالۍ لاندي وړاندیزونه وړاندی کړل.

-د افغانستان  اسلامي جمهوري دولت د پتروپاولسک او د شمالي قزاقستان د سیمي سره د موافقي لاسلیک د ۴م اګست پوري د اقتصادي او تجارتي اړیکو د ټینګولو په پار.

د دواړو خوا د سوداګرۍارزونه جنس په جنس تبدیلول چې په دغه صورت کې به افغانستان د قزاقستان څخه غنم واخلي او په مقابل کې به د افغانستان پایداوار لکه میوه،سبزي،قیمتي، نیمه قیمتي او زینتی ډبرې او داسي نور شیان چې د دوی ضرورت وي قزاقستان ته صادر کړي.

د قزاقستان د دولت لخوا د هفو شرکتونو ضمانت ورکولو د موافقي لاسلیک چې افغانستان ته غنم لیږوي.

د افغانستان دولت لپاره د غنمو سیمه وارزول شي او ځانګړي غنم دې ورکړل شي ،ښاغلي عظیمی زیاته کړه چې افغانستان هر کال د قزاقستان دولت څخه ۱،۶ میلینونه ټنه غنمو ته ضرورت لري دا چې د قزاقستان شمالي سیمه څومره غنم برابروی شي د بازار په بیه یې ور څخه اخلو.

د افغاني پایداوارو لپاره بازار موندنه د روسي(اومسک،چیلیابینسک او کرګان) په دریو ښارونو کې چې د پتروپاولسک ښار سره ګډه پوله لري.

د اداري فساد د قضیو په شمول په یو میکانیزم باندي موافقه کول چې د افغان سوداګرو ستونزي حل شي او هم د هفو قضیو په مورد چې محکمې د افغان سوداګر په ګټه کړی ولې مخته نه ځي.

د افغاني سوداګرو ستونزو او مشکلاتو ته باید په هره برخه کې جدي پملرنه وشي او دا د افغانستان لپاره مهمه مسله ده.

وروسته ښاغلي سقال وف د شمالي قزاقستان د کرهنیزي سیمي په مورد یادونه وکړه او وویل چې دغه سمیه کرهنیزو پایداوارو ته مناسبه سیمه ده او د هیواد دریمه برخه پایداوار په همدغه سیمه کې کرل کیږي، نوموړی زیاته کړه،بازګران هر کال ۵ میلیونه ټنه غله او یو میلیون ټن د غواړیو دانې لاسته راوړي، او همدارنګه ددغه سیمي څخه غنم،اوړه او اوربشي افغانستان ته لیږدول کیږي.

زموږ دنده دا ده چې په هیواد کې کرهنیز سکتور ته وده ورکړو او ځان ډاډمن کړو او دغه کار به مونږ په آرامی او په تدریجي توګه کوو، په یوه سیمه کې  د یو میلینون هکتار ځمکې په اندازه د غواړیو پایداوار کرل شوي دي او همدارنګه په دوه میلیونه هکتاره ځمکه کې غنم کرو،د افغانستان بازار مونږ ته خورا ارزښت لري او د سوداګرۍ راکړه ورکړه لرو هیله ده چې په راتلونکي کې ستاسو په کمک سره دغه پروسه له هم پسي ګړندی او ادامه پیدا کړي.

ښاغلي آق سقال وف افغاني سوداګرو ته اشاره وکړه او وویل، دا یوه مهمه موضوع ده دا چې د دواړو خواوو سوداګرۍ اړیکې خرابي نشي زه به په خپله دغه موضوع څیړم، ځکه چې زمونږ وظیفه دا ده چې د سوداګرو سره کمک وکړم او د هغوی ملاتړ وکړم، مونږ دا سوداګرو او د پانګې اچونکو ملاتړ ته ژمن یو او کوشش به مو دا وي چې د دوی معاملي تر زیاته د مصونیت څخه برخمنې وي،پداسي حال کې چې دا یوه شخصي معامله ده، خو په ورته وخت کې کله چې یو بهرنی وګړی د سوداګری لپاره راځي دولت باید چې له دوی ملاتړ وکړي او د سوداګرۍ زمینه ورته مساعده کړي

ورپسي د شمالي قزاقستان د کرهني ادارې رئیس ښاغلي ایربولات ایکشینوف د خپلو کرهنیزو پایداوارو زیاتوالې ته اشاره وکړه او وویل، د ۲۰۱۹ کال د شروع څخه تر اوسه پورې د ۶۰ زرو ټنو څخه زیات پایداوار د ۱۳ میلیونو ډالرو په اندازه صادر شوې دي.

د اټکل له مخې امید لرو چې سږ کال به ښه فصل ولرو، او صادرات به هم افغانستان ته جاری وساتل شي، د افغانستان سره همکاري مونږ ته یو ښه چانس ده چې خپل د صادراتو ظرفیت پورته یوسو،د هیواد لومړی ولسمشر امر ورکړی وه چې صادرات دې دوه برابره زیات شي، هیله مند یم چې نننۍ غونډه به زیاتې هڅونې د همکاري جوړولو لپاره رامنځته کړي.

وروسته د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر د ښاغلي آق سقال وف نه د منني او ستایني ترڅنګ یو وار بیا ټینګار وکړو چې دواړه خواوې دي ژر تر ژره د همکاریو دوه اړخیزه موافقي باندي کار وکړي او اقتصادي کنفرانس ته چې د ۲۰۱۹ کال د ۱ څخه تر ۴م اګست د آلماتا په ښار کې دایریږي د لاسلیک له پاره تیار کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

RSS
Follow by Email