په جمهوری قزاقتسان کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر او ځانګړی استازی محمد فرهاد عظیمی، د سویس کنفډراسیون هیواد سفیر او ځانګړي استازي ښاغلي اورس اشمید سره لیدنه ترسره کړه.

تر ټولو لومړۍ ښاغلي عظیمی د ښاغلي اشمید راتګ د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت ته د ښه راغلاست ترڅنګ د قزاقستان جمهوریت د نورسلطان په ښار کې د دواړو هیوادونو سفارتونو د ښه اړیکو یادونه وکړه.

وروسته، د سویس کنفدارسیون سفیر، د ښاغلي عظیمی نه د مننې ترڅنګ زیاته کړه چې د قزاقستان په جمهوریت کې  دواړه سفارتونو ښې اړیکې لري او همدا یې علت دې چې د دواړو سفارتونو ترمنځ د همکارې فضا رامنځته شوې، نوموړي وویل، په پام کې ده چې د سویس کنفدارسیون ولسمشر په یو رسمي سفر قزاقستان ته راشي او ددغه هیواد د لوړپوړو چارواکو سره د دواړو هیوادونو په اړیکو خبرې اترې ترسره کړې، نوموړي زیاته کړه په پام کې ده چې د دواړو هیوادونو ولسمشران د افغانستان په اړه هم بحث ولري او غواړم چې د افغانستان او قزقستان په اړه له زیات معلومات ترلاسه کړم.

ورپسي د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر د کورودانۍ او مننې ترڅنګ وویل، افغانستان او قزاقستان دوه ورونه هیوادونه دې او قزاقستان مونږ ته د ګونډي پشان دی. ښاغلي عظیمی زیاته کړه، په ۲۰۱۸میلادی کال کې د افغانستان د دولت د اسنادو او معلوماتو پر اساس د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګری راکړه ورکړه تر ۸۲۰ میلیون دالرو پورې رسیږي او د قزاقستان د دولت د معلوماتو پر اساس دغه رقم د ۵۲۰ میلیون دالرو پورې رسیږي، خو مونږ کوشش کوو چې د سوداګری راکړه ورکړه تر یو میلیارد دالرو پورې ورسوو د هغه تړونونو له مخه چې د کار لاندې یې لرو. وروسته، نوموړي د دواړو هیوادونو پر سوداګری، اقتصادي، سیاسي او فرهنګي څانګو خبرې وکړي او دواړو هیوادونو ترمنځ یې اړیکې ښې وبللې، ښاغلي عظیمي زیاته کړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تړونونو په لاسلیک کولو سره به د اړیکو کچه نوره هم پورته لاړه شي.

وروسته د سویس کنفډراسیون سفیر، د ښاغلي عظمی ته د مننې ترڅنګ وویل، کوښښ به وکړو چې د سویس ولسمشر د سفر په لاړ کې افغانستان ته ډیره پاملرنه وشي.

ښاغلي اشمید همدا راز وویل، افغانستان سولې او ثبات ته د رسیدو لپاره سویس هیواد هر راز مرستې ته چمتو دی او د سیمې او جهان هیوادونه ددغه هدف لپاره چې افغانستان سولې ته ځان ورسوي او امنیت پکې تامین شي باید په ګډه کار وکړي ترڅو وکړای شو چې د همدغه هدف څخه د سیمي پرمختګ کې هم استفاده وکړو.

د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر، د سویس د کنفډراسیون سفیر د مرستو څخه د مننې ترڅنګ وویل، لازمه ده چې په د قزاقستان په جمهوریت کې د دواړو هیوادونو سفارتونو د اړیکو د له پیاوتیا لپاره په ګډه ځینې فرهنګي برنامې په لاره واچوو، مونږ باوري یو چې ددې برنامو له طریقه به نه یوازي د دواړو هیوادونو سفارتونواړیکې لا پیاوړې شي بلکه د سویس هیواد هفه موخې چې په ځانګړې توګه یې د افغانستان لپاره لري ګتوري تمامې شي.

په پای کې دواړو خواوو د ګډو برنامو په لارو اچولو او د دوه اړخیزو همکاریو په له زیاتوالې ټینګار وکړو، او دوی قزاقستان ته د سویس د ولسمشر د لاسته راوړنو ډک سفر هیله بخښونکی وباله.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

RSS
Follow by Email